ismail and junaid – پخوا (pakhwa) lyrics
چې دنیا آب و ګل ته انسان راغې
چې دنیا آب و ګل ته انسان راغې
مینه راغله، فتنه راغله، طوفان راغې
ما بېګا په خوب خورې زولفې ليدلې
ما بېګا په خوب خورې زولفې لیدلې
خداۍ دې خېر کړي چې قاصد پرېشان راغې
شوه معلومه چې ځواني هم دَ کار څيز وو
شوه معلومه چې ځوانې هم د کار څیز وو
چې کوم ښکلې را نه تېر شو، ارمان راغې
او چې مې زړۀ ائينه مخ ته هوس کړو
حېران تللې وو زما نه حېران راغې
خپلو ملګرو پخوانو سره ځم
زۀ دا صحرا ته لېونو سره ځم
خپلو ملګرو پخوانو سره ځم
زۀ دا صحرا ته لېونو سره ځم
عمر شو تېر، نۀ شوه پوره لټنه
هغه نیمګړو افسانو سره ځم
عمر شو تېر، نۀ شوه پوره لټنه
هغه نیمګړو افسانو سره ځم
وحشته ستا مېرباني وه په ما
څیرې ګرېوان دَ زمانو سره ځم
وحشته ستا مېرباني وه په ما
څیري ګرېوان د زمانو سره ځم
وخت اخري دې ستمګره راشه
ستا دروغژنو بهانو سره ځم
وخت اخري دې ستمګره راشه
ستا دروغژنو بهانو سره ځم
لا خو مې ستر په نمر خاتۀ پراتۀ دي
نه لکه نمر دَ پرېوتو سره ځم
لا خو مې ستر په نمر خاتۀ پراتۀ دي
نه لکه نمر دَ پرېوتو سره ځم
کړمه جهان چې دَ پښتون ځلمې
د خپلو پېغلو حوصلو سره ځم
کړمه جهان چې دَ پښتون ځلمې
دَ خپلو پېغلو حوصلو سره ځم
ما حمزه، چې دَ بېلتون تیارې شړلې
لکه شمع، زما کور ته خندان راغې
تل به په لار دَ مېړنو سره ځم
یمه پښتون دَ پښتنو سره ځم
تل به په لار دَ مېړنو سره ځم
یمه پښتون دَ پښتنو سره ځم
وايي اغيار چې دَ دوزخ ژبه ده
زۀ به جنت ته دَ پښتو سره ځم
Random Lyrics
- anoushka maskey – enter the end lyrics
- brothers conflict – 1 to 1 (fuuto version) lyrics
- c. terrible – fwt lyrics
- vale lambo – che teng’ ’a vere lyrics
- thomas csorba – plastic jesus (reborn) lyrics
- quin nfn – first 2 lyrics
- adán diaz – girl at the skatepark who smiled at me after i fell lyrics
- feedback 33 – ilusão lyrics
- cinzia & the eclipse – runaway lyrics
- dragger – snakes lyrics